ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکوي، د فلسطین د آرمان او د غزې له مظلومو خلکو د افغانستان د ولس د ملاتړونو په دوام کې په ټولنیزو چینلونو کې افغان کارؤنکو د اسرائيلی شیانو د بایکاټ لپاره یو کمپاین پیل کړی دی.
په وروستیو څو کلونو کې په تیره بیا له دې وروسته چې د غزې د بې دفاع او مظلومو خلکو باندې د وحشي صهیونیسټي رژيم پوځيانو څاروي ډوله جنایتونه اوبمبارۍ تکرار او زیاتې شوي دي، په ټولنیزو چینلونو کې افغان کارؤنکو دصهیونیسټ رژيم د جنایتونو د منعکس کولو او هم د اسرائیلي شیانو دبایکاټولو لپاره په ټولنیزو چینلونو کې پراخ کمپاین پیل کړی دی.
د ټولنیزو چینلونو افغان کارؤنکو د ( اسرائيلي ،تولیدات، بایکاټ، کړئ) هشتګ په پراخولو او خورولو سره د صهیونیسټي رژيم د جنایتونو په منعکس کولو سره د اسرائیلي شیانو د بایکاټولو غوښته کړې ده.
د افغانستان د طالبانود حکومت چارواکو هم له دې مخکې د صهیونیسټ رژيم د څاروي ډوله حملو په محکومیّت سره ګواښ کړی ؤ، د اسرائيلو د جنایتونو دوام به د بې کنټروله غبرګونونو لپاره لاره پرانیزي.
https://www.tasnimnews.com/fa/news/1403/04/13/3115723ایران